امریکا یا نو افغا نانو ته څه ورکړل
ولی محمد نورزی ولی محمد نورزی

د ا فغانستان خلکو د تا ریخ په اوږدو کي د پیړیو پیړیو را هسي د خپلی خاوری  څخه په زغره د فاع کړیده او د یرغلګرو په مقا بل  کي يی خپله مړانه ، عزت، ننګ اوغیرت،  په وار وار سره  ننګولی دي. افغا نانو دنړۍ  د ټولو سترو او زبر دستو واکدارانو او زور واکو سره  په خالی لاس  د خپلی خاوری او د خپل ننګ او ناموس  د ژغورني په خاطر څو ځله  تن په تن جګړی کړي دي  او په دی لاره کی یی ډیری قرباني ور کړي دي. ولی ددي ټولو ښیګڼو سره سره بیا هم افغا نان  د پردو د شومو کرغیړونو د سیسو او تو طيئو ښکار شوی دي. یرغلګرو او شکیلاکو دو لتو یو اځی هغه وخت  دافغا نانو په منځ کي درځ پیدا کړي دي او خپل پلا نونه عملي کړی دي،کوم چه دوي په مختلفو ډولونو سره  په چل او فریب  باندي ځیني کمزوری افغا نان  د خپل هدف د تر سره کولو لپاره د ځان مله کړي دي او هغوی يي بیا په زر او زور باندی را نیولي دي. دغو یر غلګرو  بیا همدغه کو چنی ډله د ټولو افغانانو پرسر باندي آمران او با داران کړي دي، چه بڼه او څیره يی و هر چا ته له ورایه ما لومداره او بیلګی یی د څلورو لسییزوحکومتونو دواکداری په درشل کي بیله شکه د یادولو وړ دي.                                   

 ولی ددی ټولو د سیسو او تو طیئو سربیره بیا هم پتمنو او پاک نفسو افغا نانو په دی لاره کي ډیر سخت مقاومت ښکاره کړي دي، او د خپلي  خاوری د ساتلو په سر ښندنه کی یی ډډه نه ده کړي او پخپل هوډ اوعزم تر پا یه دریدلي دي .                                 

  دافغانستان پر خاوره باندی د انګریزانو بربنډه لاس وهنه،  ور پسي  د رو سانو یرغل او اوس دمګړي د امریکایانو لاس وهنه افغا نان تر پوزه را وستي دي. امریکا یا نو د انګریزانو او روسانو نه د عبرت درس وانه خیست. او په ډیره سپین ستر ګي سره  یی د افغا نستان خاوری ته ددموکراسی ، آزادي ،  بشری حقوقو،او د ښځو د حقوقو  تر نامه لاندي  تش په نا مه  نوي اصطلاح ګاني دود کړي.ولی دوي په دي هکله  د افغانستان دولت او حکومت  تر خپل شکیلاک او محا صری لاندي را ووست او تر نن پوري یی په خپل چو کاټ کي سا تلی دي او دا جرړی لا دوام لري.                                 

 دافغانستان خلک کوم چه  ددیرش کلني جګړۍ نه ستو مانه او ستړي شوی وو ، د امریکا یانو او غر بیانو و را تګ ته یی د زړه له کومي  په خاصه اخلاص مندی سره هر کلی ووایی، په دي شرط چه  امریکا یان  د ژوندانه په ټولو چارو کي  افغا نانو  ته د مرستي لاس وغزوي. ولی دا هر کلی دیر ژر په کرکی او  نفرت بدل شو.                            

 جبر ، ظلم ، وحشت ، اخلاقی فساد او د بشر انسانی حقوق تر پښو لاندی کول نه یواځی ورک نه شول بلکه پخپله ددوی لخواه یی ملا تړ ونشواو د عمل جا می یی وا نه غوستلي.اختطاف، انسان وژنه، اخلاقی او اداری فساد  په لویه کچه ددرغلي لمنه نوره هم پراخه کړله. چه په دی هکله د افغا نستان او سني دولت د خپل جوړښت د پنځه زره کلن تاریخ په اوږدوکي د فساد او درغلي ریکارد خپل کړی  دی. امریکایانویا نودافغا نستان دولت اوخلک په ډلو ډلو سره وویشل او دهری ډلی سره یی خپلی ځانګړي اړیکي ټینګي کړي.دوي دافغانی ټولني هغه ټول کمزوري اوکم نفسه     افغانان په ډیری ځیرکی سره رانیول اوددولت اوحکومت په چوکاټ کی یی ځای پرځای کړل .                                                             

.د افغا نستان د جها د دوخت د قو ماندانانو نه نیولی بیا  د غربي هیوادو تش په نامه روشنفکرانو او بی کفا یته اشخاصو سره یی چه دخلک ددمکراتیک کوند غړي ، اسلامی شعوری بنسټیزه مذ هبي ملا یان او ځا یی خانان هم پکی شامل وو. د خپلو شخصی ګټو له کبله ددوي  سره همغاړي شول. او د یوه نوی په اصطلاح دموکراتیک قانونی نظام اساس او بنسټ یی کښیښود.                                                 

دا نظام د لسو کلنو په موده کي د نړي تر ټولو فاسد،بی کفایته او درغلګر نظام باندی بدل شو. چه پخپله امریکا یانو هم  د او سني دولت پر اخلاقی ، اداری فساد او رشوت خوری باندی په وارو وارو تور لګولي دي. او په میلیاردونو ډالر د نړۍ د مختلفو شتمنو هیوادو له لاری د افغانستان د بیا رغوني او جوړونی په منظور زمونږ هیواد ته را وړل شوی دي، ولی ډیر ژر دداړه ما رانو او فا سدو رشوت خورانو لاسته و رسیدل، چه ډیره کمه برخه یی د هیواد په پرمختیا یی او انکشافی بو دجي او پلانونو باندی مصرف شوی دي .                                            

  امریکا یانو نه یواځی د فساد او رشوت لاری بندی نکړي، بلکه په خپله یی په دغه فساد کۍ پوره  ونډه وا خیسته.امریکا یانو په بر بنډه او ښکاره ډول سره د افغا نستان د حکومت او دولت په ټولو چاروکي ښکاره لاس وهنه وکړه.د غلا، ترور،اختطاف،انسانی جنایت،رشوت، اود بیګناهو افغانانو په وژلو کی یی هیڅ کمی را نه غله ولی د افغا نستان مسلمان دولت حکو متي ما شین یی  د اخلاقی فساد په یوه کپتا لستي دولت واړوي. پانګوال، لوړ رتبه چارواکي با نفوذه جهادی قو ماندانان او تو پک سا لاران ، ځایی خانان تر بل هر وخت لا نور د پیسو خا وندان شول ، ولی غریبه او متو سطه طبقه نور هم له پښو ولویدله اودلوږي او مرګ په منځ کی  قرار لري. د بیکاری او وزګاری سطحه ورځ په ورځ مخ په کښته کیدو ده، د تحصیل اسناد په غیر قانونی توګه په پیسو را نیول کیږي اود دولت چوکي هم په ډیري بی غوری سره  غیر مسلکی خلکو ته د پیسو او واسطو په ذریعه په بی کفا یته نا اهلو اشخاصو باندي خر څیږي ، چه ښکاره بیلګی یی په مر کز او ولا یاتو کی د ښه او خرابي اداری  ډیر ښه ثبوتونه  د یا دونی  وړ دي.او دکار اهل کار د سپارلو وجه ډیره کمزوری ښکاري.                          

امریکا یان د خپلی پر مختللي ساینس، تخنیک او تیکنا لوژي  په  لرلو سره سره  چه په لاس کی یی لري زیاتره وخت پر بیګناه  افغانانو باندي ړانده درانه بمونه غور ځوي. وړوکی ما شومان، ښځي زاړه او ځوانان ددوي د راکتونو قر با نی کیږي او پر خپله خاوره بیله دی نه چه هيح ګناه او اشتباه یی نه ده کړی د مرګ کندی ته استول کیږي.  چه دا کار تقریبآ  هره میاشت څو ځله تکراریږي. ولی د پای ټکي یی  تر اوسه پوري نه دي موندل شوي او دا جرړی لا تر او سه پوری دوام لري.                       

د نړي د بشر ی حقوقو ساز مانونه  خو بیا  د ټولی نړي په اړوند  په افغا نستان کی ډیر شتون لري. ولی دوي هم ځان ددی ټولو نا خوالو عینی تصویر او انځور یواځی په یوه کوچني راپور سره خلا صوی او  د پلټنۍ او حقوقي د عوي نه ځان نا ګمانه اچوي.

 افغا نان هیڅ وخت ترهګر او تروریستان نه  ول  او نه هم افغا نانو د چا پر غولی او کور باندي تعرض کړی دي. ولی نن په  افغا نستان کی د پردو په هڅوني اولاس وهني د افغا نانو پر کور او غولی باندي تعرض کیږي او حقوق یی تر پښو لاندی کیږي.  نن په نړي کي افغا نان تر بل هر چا ډیر د ویر او ناورین  په غم اخته دي. ولی بل طرفته  افغا نان د ترهګرو، ترورسیتانو  په نومونو سره هم یادیږي او د زهروی توکو د قا چاقبر تور هم ور باندی لګیږي.چه دا بد نوم تر اوسه زمونږ په تیر کلن تاریخ کی ساری نلري.     

 په افغا نستان کي  د غربی هیوادو د مرستي په ډله کي یواځی جاپان او جر مني د افغا نانو د بیا رغوني لپاره په کلکه  مټي را نغښتی دي. چه ښکاره بیلګی یی په کابل او ولایاتو کي د یاد ولو وړ دي. ولی نورو میلمنو هیوادو هم  څه نا څه د مرستي لړي د اففا نستان د خلکو د خدمت جوګه شوی دي او ځان یی د مرستو  لپاره چمتو کړی دي.    

مونږ په داسی حال کي چه دهر هیواد د مر ستو او کمک دي خیر یه ګام ته په درنه ستر ګه ګورو، ولی په عین وخت کی د خپلو پتمنو هیواد والو نه هم هیله کوو چه دغه مرستي د بیا رغوني پر پروژو او مستحقو ربړیدلو او کړیدلو افغا نانو باندی په پوره صداقت ، ایمان داري او اخلاص مندی سره وویشل شي. تر څو و کولای شو ډیر ژر د خپل ګران هیواد راتلونکي برخلیک او د خلکو د لږو ضرور یاتو اواحتیا جاتو پیمانه ور پوره کړو.

.         پای            

 

 

 


May 15th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات